شمال زون کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي اندېښنې زېږولي

شمال زون کې د نی ادارې مسئولان د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه ښيي او وايي چې شمال کې وروستۍ ناامنۍ رسنیز فعالیت له ستونزو سره مخ کړی.

شمال زون کې د نی یا له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ مؤسسې مسئوله مبینه ساعي وايي چې یوازې تېرو لسو میاشتو کې شمالي ولایتونو کې د خبریالانو په وړاندې څه باندې ۳۷۰ پېښې شوي.

هغې یې په اړه وویل:

"په مجموعي ډول شمال زون کې د خبریالانو په وړاندې ۳۷۷ پېښې ثبت شوي چې ۹۶ پېښې یې کندز ولایت کې شوي دي."

هاخوا بیا شمال زون کې د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې غړي وايي، که دولت د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي دوسیې ونه‌څېړي او د قتلونو قضیو ته‌یې رسیده‎ګي ونه‎کړي، ورځ تر بلې به داسې پېښې زیاتې شي.

نی: شمال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

بشیر انصاري شمال کې د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې مسئول دی؛ وايي، که حکومت امنیت تأمین نه‎کړي، ورځ تر بلې به هېواد کې د بیان ازادۍ په وړاندې ستونزې زیاتې شي.

انصاري وايي چې روان کال په ټول هېواد کې د خبریالانو په وړاندې ترسره شوی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او خاصتاً په شمال زون کې نسبت بل هر وخت ته د ژورنالېستانو په وړاندې تشدد لوړ شوی دی.

هغه وویل چې یوازې کندز ولایت کې په تېرو څو میاشتو کې له سلو زیات خبریالان له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

په داسې حال کې شمال زون کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنې راپارېدلي دي چې دوه ورځې دمخه د هلمند لښکرګاه ښار کې یو افغان خبریال نعمت‎الله زهیر د ماین چاودنه کې ووژل شو.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی