ترکیه کې پولیسو د استانبول د وروستۍ پېښې په اړه ۲ تنه ونیول

د ترکیې په استانبول کې وروسته له دې چې یو موټرسایکل والا له هوايي ډګره دباندې ونه‌درېد او پولیسو د خبرداري په توګه ډزې وکړې، دوه تنه ونیول شول.

پولیسو نن سهار وویل چې نیول شویو کسانو وسله او چاودېدونکي مواد نه‌لرل.

دې پېښې د استانبول د هوايي ډګر په کار کې کومه ستونزه پېښه نه‌کړه.

د جون مياشتې په حمله کې درېيو ځانمرګو بريدکوونکو د استانبول پر هوايي ډګر په حمله کې ٤١ کسان وژلي او ٢٤٠ تنه نور ټپيان کړي وو.

ګومان کېږي هغې حملې له داعش ډلې سره ارتباط درلود.