ترکیه وايي د جمهوریت ورځپاڼې مدیران به د محاکمې لپاره بندي وي

د ترکیې چارواکي وایي، د جمهوریت ورځپاڼې نهه تنه مدیران او خبریالان به د یوې ځنډمني محاکمې لپاره په توقیف کې وي.

په دغو نهو کسانو کې د ترکیې د ډېرو نامتو خبریالانو نومونه هم شته.

تر دې حکم یوه ورځ دمخه د کرد پلوه ګوند یو شمېر مشران ونیول شوه.

د جمهوریت ورځپاڼې چلوونکي له کرد کارګر ګوند او هم له امریکا مېشتې مذهبي مشر فتح الله ګولن سره د اړیکو په لرلو تورن دي.

فتح الله ګولن په ترکیه کې د جولای د ۱۵ نېټي د ناکامي کودتا په پلانولو تورن دی.

د اکتوبر پر ۳۱ ددغې ورځپاڼې دیارلس تنه کارکوونکي د دې ورځپاڼې د مدیر په ګډون ونیول شوه چې وروسته دوه تنه د عمر او روغتیایي حالاتو له کبله او دوه نور چې ناسم شک ورباندي شوی وو، خوشي شوه.

دغه نهه تنه به ترهغو په توقیف کې وي چې محاکمه یې کېږي، خو د محاکمې وخت یې تر اوسه معلوم نه دی.