شریفي: د خبریالانو خوندیتوب ته باید جدي تدابیر ونیول شي

د افغانستان د خبریالانو د مصؤنیت کمېټه له حکومته غواړي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي تدابیر ونیسي.

د دغه کمېټې مشر نجیب شریفي نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خبریالانو پر وړاندې امنیتي ستونزې د اندېښنې وړ وبللې او وايي، که په دې برخه کې جدي اقدامات ونه شي د بیان اومطبوعاتو ازادي به له ننګونو سره مخ شي.

نوموړی وايي، خبریالان هیڅ ډلې پورې تړلي نه دي او باید بریدونه پرې ونه شي:

"په دې برخه کې باید جدي تدابیر ونیول شي ځکه له هغې پرته د بیان ازادي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغانستان لویه لاسته راوړنه ده ښايي لمنځه ولاړه شي."

د خبریالانو د مصؤنیت کمېټه په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د جمعې په ورځ په هلمند کې د اریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر د ماین چاودنې وواژه.