خطیبي: داعشیانو غور کې شپږ ملکي وګړي برمته کړي

داعش وسله والې ډلې په غور کې شپږ تنه ملکي وګړي برمته کړي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي د دغه خبر په تایید سره ازادي راډیو ته وویل چې یاد کسان تېر ماښام د خپل کار په ساحه کې داعش وسله والو برمته کړل.

ښاغلی خطیبي وايي، برمته شوي کسان په پیل کې اته تنه وو خو یو تن په تېښته بریالی شوی او بل کس وسله والو له وهلو وروسته خوشي کړی دی.

په غور کې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې هم د سیمه ییزو چارو په خبره داعش وسله والو له دېرشو ډېر ملکي وګړي په ډزو وژلي وو.