د امریکا دفاع وزارت وايي اردن کې درې سرتېري وژل شوي

د امریکا دفاع وزارت وايي، په اردن کې يې درې سرتېري له یوې پوځې اډې بهر وژل شوي دي.

پنتاګون د جمعې په ورځ وویل، یو سرتېری ځای پر ځای او دوه نورو وروسته د زخمونو له امله ساه ورکړه.

که څه هم امریکايي چارواکو نه دي ویلي چې دا سرتېري په څه ډول پېښه کې وژل شوي، خو ځینو راپورونو کې ویل کېږي چې دا سرتېري د اردون په جنوب کې الجفر پوځې اډې ته د ننوتو په حال کې وو چې ډزې پرې وشوې.

دا هم لا نه ده څرګنده چې پر دې امریکايې سرتېرو دا ډزې چا او ولې کړي دي.

اردني چارواکو ویلي د دوی یو افسر په دې پېښه کې ټپي شوی دی.

اردون د امریکا مهم او اساسي متحد دی او د داعش پر ضد مبارزه کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوال ائتلاف غړی دی.