نیویارک ټایمز: یوه میاشت کې افغانستان کې ۵ امریکايي عسکر وژل شوي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کندز کې د یوشمېر ملکي کسانو او دوو امريکايي عسکرو د وژل کېدو په اړه مقاله خپره کړې ده.

له دې سره په افغانستان کې، په یوه میاشت کې د جګړې له امله د وژل شویو امریکايي عسکرو شمېر پنځو ته ورسېد.

دا په داسې حالکې ده چې په تېرو نهو میاشتو کې په ټول افغانستان کې یوازې څلور امریکايي عسکر په جګړه کې وژل شوي دي.

د امریکا پوځ ویلي چې په کندز کې یې پرون پنجشنبې دوه عسکر زخمیان شوي هم دي.

د کندز والي ورځپاڼې ته ویلي، دا حمله چې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو «سپیشل فورس» څلور غړي هم پکې وژل شوي، د افغانستان پوځ کړې، خو د کندز یو شمېر ښاریانو او ځیني چارواکو ویلي چې بمباري امریکايي ځواکونو کړې ده.

نیویاک ټایمز ورځپاڼه وايي، تېر کال کندز اول ښار و چې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېد اوتقریباً څو ورځې مخکې یې بیا دا خطرو چې طالبان یې ونیسي.

خو په دواړو مواردوکې د سپیشل فورس په لارښوونه هوايي حملو هغوی وځپل اوسپيشل فورس په دې جګړه کې فعاله ونډه ولوبوله.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوست ورځپاڼې په افغانستان کې د جګړې له امله د خلکو د بې ځایه کېدو اوپه دې هېواد کې د کورنیو بېځایه شوو خلکو پر ستونزو یوه مقاله خپره کړې چې وايي لږترلږه یو میلیون افغانان اوسمهال په دې هېواد کې له یوې سیمې بلې ته د خوځيدو په حالکې دی.

ورځپاڼې دې ته هم اشاره کړې چې د افغانستان حکومت په اکټوبر کې یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس به یې اروپايي اتحادیه هغه پناه غوښتونکي افغانان بېرته واستوي چې په اروپا کې د منلو په شرایطو نه دي برابر.

د موافقې پر اساس، اروپايي اتحاديه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د هغو تقریباً یولک کسانو لپاره چې افغانستان ته بېرته استول کېږي، یو ترمینل هم جوړوي.

واشنګټن پوست په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو خلکو د ستونزو په اړه په تفصیل معلومات ورکړي او همدا راز یې په دې هېواد کې د امنیت خرابوالي ته په اشاره لیکلي چې د۲۰۱۶ میلادي کال د پیل په شپږو میاشتو کې لږترلږه ۱۶۰۰ ملکي کسان په جګړه کې وژل شوي دي.

ورځپاڼې پاکستان ته هم اشاره کړې چې هلته پر مېشتو افغانانو یې د استوګنې کړۍ را تنګه کړې ده.

د افغانستان د چارو یو شمېر څارونکو ورځپاڼې ته ویلي چې د جګړې له امله د خلکو بې کوره کېدل، له پاکستانه د افغانانو ستنول اوله اروپايي اتحادیې د یو شمېر خلکو بېرته استول ښايي وسله والو طالبانو ته موقع ورکړي چې بې کاره او بې روزګاره شوي ځوانان ځان ته ورجلب کړي.

څارونکو ویلي چې دا ستونزې افغانستان د بحران ژورو ته ور ټيل وهلائ شي.