هلمند کې د اریانا تلویزیون خبریال ماین چاودنه کې ووژل شو

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي په یاد ولایت کې د اریانا تلویزیون خبریال د ماین په چاودنه کي وژل شوی دی.

یاد چارواکي وايي، نعمت الله زهیر د جمعې په ورځ سهار د لښکرګاه په دوهمه حوزه کې د عملیاتو سیمې ته روان و چې د سړک د غاړې ماین پري چاودنه وکړه او ووژل شو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي چي ماین د وسله والو لخوا ځای په ځای شوی و.

نعمت الله زهیر د تېرو لسو کلونو راهسې په هلمند کې د اریانا تلویزیون سره د سیمه ییز خبریال په حیث دنده ترسره کوله.

تېره ورځ افغان ځواکونو د ښار په دوهمه حوزه کې عملیات کړي و چې د چارواکو په خبره د دغه حوزې د سره ګودر په سیمه کې یې پرمختګ هم کړی دی.

تر دا مهاله ددې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولې میاشتې په ۱۷مه د امریکا د ملي راډیو "NPR" سابقه لرونکي خبریال ډیویډ ګیلکي او بل افغان خبریال ذبیح الله تمنا د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې له دوو نورو کسانو سره د طالبانو په یو برید کې ووژل شول.​

تېره میاشت بیا په زابل ولایت کې د ملي تلویزیون خبریال محمد یعقوب شرافت د ناڅرګندو وسله والو کسانو لخوا ووژل شو.