شانګهای سازمان کې له ترورېزم سره د مبارزې غوښتنې

افغان حکومت یو وار بیا د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړیو هېوادونو له ترورېزم سره مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن ازادي راډيو ته وویل، عبدالله عبدالله نن د قرغزستان په مرکز بیشکک کې د دغه سازمان د غړیو هېوادونو د صدراعظمانو غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې داعش د ټولې سیمې لپاره ګډ ګواښ دی:

"هغه اشاره وکړه چې داعش د افغانستان تر څنګ د سیمې او نړۍ لپاره یو خطر دی او اړتیا ده چې د شانګهای سازمان غړي هېوادونه د دغې پدیدې پر ضد همکارۍ زیاتي کړي."

ښاغلي فیصل زیاته کړه چې اجرائیه رئیس همدا راز په خپله خبرو کې له طالبانو سره د سولې بهیر ته اشاره وکړه چې په وینا یې لایې هم نتیجه نه ده ورکړې.

د شانګهای غړيو هېوادونو له دې مخکې په وار-وار په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.