د کندز سلګونه اوسېدونکو د امامصاحب بندر په سیمه کې په یوې هوایي حمله کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اعتراض نن مظاهره وکړه.
له سیمې د ازادي راډیو خبریال د مظاهره کوونکو په حواله وایي، د کندز ښار په شمال کې د بُز کندهار په سیمه کې د تېرې شپې په هوایي عملیاتو کې نېږدې ۳۰ ملکیان وژل شوي او لسګونه تنه ټپیان دي.
د کندز یوه ځایي چارواکي هم د نوم نهښودو په شرط دا پېښه تائید کړې ده.
خو تر اوسه چارواکو رسماً دا نهدي ویلي چې حمله دقیقاً د چا لهخوا وشوه او نهیې هم د وژل شویو د هویت په اړه معلومات ورکړي دي.