قزاقي چارواکي: داعش د سیمې لپاره ګواښ دی

قزاقي چارواکي وایي، داعش د سیمې لپاره یو ګواښ دی او باید په افغانستان کې یې د ځای پر ځای کېدو مخه ونیول شي.

دا خبره د قزاقستان صدراعظم باقي جان ساګیان تایف نن له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې د لیدو پر مهال وکړه.

ښاغلي عبدالله په دغې لیدنه کې وویل چې داعش د پاکستان د وزیرستان په سیمه کې تر عملیاتو وروسته افغانستان ته راغلی دی.

اجرائیه رئیس همداراز وویل چې افغان ځواکونو دغه ډله په افغانستان کې ځپلې او ټينګار یې وکړ چې پر وړاندې یې باید د سیمې او نړۍ په کچه اقدامات وشي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونو په افغانستان کې د داعش پر موجودیت له دې مخکې هم اندېښنه څرګنده کړې وه او تمه کېږي د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د سیمې پر ثبات او امنیت بحث وشي.