ارزګان چارواکي: ګډو عملیاتو ۱۴۰ وسله‌وال طالبان وژلي

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال داود شاه وفادار

د افغانستان په جنوب کې د دفاع وزارت مسؤلین وایي، ارزګان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د طالبانو د دوو قومندانانو په ګډون د دغې ډلې ۱۴۰ کسه وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال داود شاه وفادار نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات له تېرو څلورو ورځو راهیسې روان دي.

ښاغلی وفادار وايي:

"دغه عملیات چې موږ پیل کړي، ۱۴۰ تنه له دوی څخه مړه دي چې د دوی غټ قوماندانان هم مړه شوي او ۹۲ تنه ټپیان دي."

نوموړی وایي، دغو عملیاتو کې ۹ میله سپکې او درنې وسلې هم تر لاسه شوي او لا هم عملیات روان دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.