ارګ د یو شمېر وزیرانو په اړه د ولسي جرګې د پرېکړې درناوی کوي

جمهوري ریاست وایي، د یو شمېر وزیرانو د استېضاح په اړه د ولسي جرګې د پرېکړې درناوی کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‎حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت او ملي شورا تر منځ همکاري د حالاتو په ښه کېدو کې مرسته کوي.

دی وايي:

"ولسمشر د ولسي جرګې ټولو پرېکړو ته درناوی لري. استجواب، استېضاح او د اعتماد رأیه د ولسي جرګې له صلاحیتونو څخه دي او د مجلس استازي چې د وزیرانو په هکله هره پرېکړه کوي، موږ یې احترام کوو."

ولسي جرګې پرون پرېکړه وکړه څو هغه وزیران چې له اویا فیصده یې کمه پراختیایي بودجه مصرف کړې وي، استېضاح کړي.

کم‌کاري، بې‌کفایتي او د پراختیایي پروژو د تطبیق او بودجې په مصرف کې د ظرفیت نشتوالی د ولسي جرګې له‎خوا د وزیرانو د استېضاح لاملونه بلل کېږي.