روسي ځواکونو له سربي پوځیانو سره ګډ تمرینات ترسره کړي

روسي ځواکونو له سربي پوځیانو سره په داسې حال کې ګډ تمرینات ترسره کړي چې په ګاونډي مونټنیګرو کې له ناټو سره تمرینات روان دي.

مسکو له ناټو سره د مونټنیګرو له یوځای کېدو سره مخالفت کوي او سربیا د کرېملېن نېږدې ملاتړې پاتې شوې ده.

د سربیا د دفاع وزارت ویاند جووان کریفوکوپیچ وویل چې له دوست هېواد روسیې سره د نوومبر په دوهمه تمرینات پیل شول او هدف‌یې ترورېستانو ته ګډ ځواب ورکول دي.

د بېلاروس په لسګونو پوځیانو هم په دې تمریناتو کې برخه واخیسته.

په ورته وخت کې د ناټو یو شمېر پوځي واحدونو تر دې یوه ورځ مخکې په مونټینیګرو کې د طبیعي افتونو او کیمیاوي وسلو د استعمال د مخنیوي په هدف تمرینات ترسره کړل.