پاکستان کې افغان سفیر هیله‌مند دی چې شربت‎ګله به خوشې شي

په پاکستان کې د افغانستان سفیر هیله‌مند دی چې شربت‎ګله به له زندانه خوشې شي.

شربت‎ګله هغه افغانه ده چې په اتیایمو میلادي کلونو کې یې عکس په نېشنل جیوګرافیک مجله کې خپور شو او له دې سره‌یې نړیوال شهرت وموند.

حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډیو ته وویل:

"ما په خپله د پاکستان صدراعظم ته وړاندیز وکړ چې په دې دوسیه کې مداخله وکړي دا خو دومره جدي قضیه هم نه‎ده، فدرال دې خپله دوسیه وتړي او دا دوسیه دې غونډه کړي."

پاکستان کې د افغانستان د سفارت له هڅو وروسته پرون شربت‎ګله چې د تور زېړي په ناروغۍ اخته ده له زندانه روغتون ته انتقال شوه.

شربت‎ګله تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې پولیسو د جعلي اسنادو په تور ونیوله.