خامنه‎يي: د ټرمپ او هېلري بحثونه د امریکا شهرت له‎منځه وړي

د ایران مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه‎يي وايي چې د امریکا جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو تر منځ بحثونه د هغه هېواد په سیاست کې د یوه ناورین ښکارندويي کوي.

خامنه‎يي چې تېره ورځ تهران کې د امریکا سفارت د محاصرې په کلیزه کې خبرې کولې وویل چې د دغو دوو کاندیدانو بحثونه د امریکا د شهرت د له‎منځه وړلو لپاره کافي دي.

په تهران کې د امریکا سفارت په ۱۹۷۹ کال کې محاصره شوی و.

د ایران مذهبي مشر همداراز وویل ځیني خلک وايي چې د سوریې، د لبنان حزب‌الله، عراق، افغانستان، یمن او ان خپلو داخلي مسائلو لپاره له امریکا سره خبرې وکړو خو له امریکا سره خبرې به ستونزې هوارې نه‎کړي.

خامنه‌يي وویل، امریکا نور تېر باسي او په ژمنو عمل نه‎کوي او په خپله په ناورین کې ګېر دی.