مؤحد: سږ کال د نشه يي توکو د قاچاق قضيې کمې شوي

د ازادي راډيو حقیقت څه دی؟ خپرونه کې مو د افغانستان د مسکراتو او نشه يې توکو پر ضد د مبارزې د عدليي او قضايي مرکز د نشراتو له رئیس او ویاند احمد خالد مؤحد سره د نشه يي توکو د قاچاق، کښت او استعمال پر ثبت شويو قضیو خبرې کړي دي.

نوموړی وايي چې د تېر کال په پرتله په سږني کال کې دغه مرکز کې کمې قضیې ثبت شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې ورځ تر بلې په هېواد کې د نشه يي توکیو د روږدیو کچه په لوړېدو ده.

ولې ورځ تر بلې روږدي کسان زیاتیږي او قضیې کمې شوي؟ ایا امنیتي او کشفي ارګانونه کار نه کوي؟ او که د فساد کچه لوړه شوې؟

دا او دې ته ورته پوښتنې په نننۍ حقیقت څه دی؟ خپرونه کې زموږ همکار محبوب شاه محبوب د مسکراتو او نشه یي توکو پر ضد د مبارزې د عدليي او قضايي مرکز د نشراتو له رئیسه کړي.

دلته یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟