جنوبي وزیرستان کې چاودنې د پاکستاني پوځ یو جګپوړی افسر وژلی

د پاکستان پوځي مقامات وايي چې افغان پولي ته څېرمه د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو پر کاروان بمي چاودنه شوې چې ګڼ شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پوځ مطبوعاتي څانګې په دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې ويلي چې دا پېښه د سې شنبې په ورځ د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې رامنځته شوې چې په نتیجه کې یې د پوځ یو جګپوړی افسر مېجرعمران وژل شوی او ۶ نور سرتېري په‎کې ټپیان شوي دي.

د جنوبي وزیرستان ځايي سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې تر پېښې وروسته ګڼ شمېر امنيتي سرتېري د پېښې ځای ته ورسېدل، سیمه يې محاصره کړه او تلاشي عملیات يې هم وکړل.

جنوبي وزیرستان افغان پولي ته څېرمه قبايلي سیمه ده چې له جنوبي وزیرستان سره نښتې پوله لري او له ۲۰۰۷میلادي کال راهیسې په‎کې ترهګرو منګولې ښخې کړي او امنيتي ځواکونو، قومي مشرانو او دولتي ودانیو بریدونه کوي.

که ځه هم امنیتي ځواکونو په ۲۰۰۹میلادي کال کې په جنوبي وزیرستان کې د مېشتو ترهګرو پر ضد د راه‎نجات په نامه پوځي عملیات وکړل، خو سربېره پر دې لا هم په دې سیمه پر امنیتي ځواکونو بریدونه کېږي او ځاني زیان وراړوي.

په دغه سیمه کې پر امنیتي ځواکونو د ترهګرو بمي چاودنې او بریدونه په داسې وخت کې ډېر شوي چې په شمالي وزیرستان کې د مېشتو ترهګرو پر ضد د پاکستان د امنيتي ځواکونو له‎خوا په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پیل شوي ضرب عضب پوځي عملیات دوام لري.

پوځي مقامات وايي چې تر دې دمه یې په دغو عملیاتو کې تر ۳۵۰۰ زیات کورني او بهرني وسله‎وال وژلي، د هغوی لسګونه مرکزونه او پټن‎ځایونه یې له‎منځه وړي او نېټ ورک یې ورته ختم کړی دی.

په دغو عملیات کې تر دې دمه لږ تر لږه ۴۹۰ امنیتي سرتېرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.

د یادونې وړ ده چې که څه هم په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مسؤلیت تحریک طالبانو پاکستان پر غاړه اخلي، خو تر دې دمه لا کومې وسله‎والې ډلې په واڼه کې د پاکستاني پوځ پر موټر د برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

راپور: ذبیح مومند