پچیراګام کې جګړو ۱۲۰۰ کورنۍ جلال‎اباد ښار ته کډه کړي

د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې د روانې جګړې له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ کورنۍ د جلال‎اباد ښار ته کډه شوي دي.

پچیراګام ولسوالۍ کې وروستیو کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې یا داعش حملې زیاتې کړي چې له امله یې خلک د خپلوکورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې له امله له بې ځایه شوېو کورنیو سره مرستې پیل شوي دي.

عطاالله خوګیاڼۍ وايي:

"سږ کال د شینوارو په ولسوالیو او په پچیراګام ولسوالۍ کې د جګړې له امله ډېرې کورنۍ جلال‎اباد ښار او شاوخوا سیمو ته را کډه شوي، دقیق ارقام نشته خو موږ ویلای شو چې ښايي لږ تر لږه ۲۴ زره کورنۍ تېښتې ته اړ شوي وي."

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې لږ تر لږه څلور لکه افغانان د جګړې له امله له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي دي.