اجرائیه رئیس د شانګهای غونډه کې ګډون لپاره قرغزستان ته ځي

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن چهار شنبې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې ګډون لپاره قرغزستان ته ولاړ شي.

په‎دې غونډه کې به چې د قرغزستان پلازمېنه بشکیک کې جوړېږي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون لري.

د اجرائیه ریاست د مطبوعاتي دفتر په وینا، د افغانستان پلاوی به د ترورېزم پر ضد د سیمه ییزې مبارزې پر پراختیا او په‎دې سازمان کې د دایمي غړیتوب ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړې.

افغانستان د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د کتونکي په توګه منل شوی دی.

د هند او پاکستان حکومتونو هم په‎دې سازمان کې د دایمي غړیتوب غوښتنلیکونه ورکړي دي.

د شانګهای د همکاریو سازمان مشران به سبا رسمي غونډې پیل کړي.