د اېمېلونو هک کېدو کې د روسیې نوم نه‌اخیستو لپاره د «FBI» پر رئیس انتقاد

په امریکا متحده ایالتو کې ډموکراټانو د دغه هېواد د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا «اف. بي. ای» پر رئیس انتقاد کړی چې د ډموکراتانو د ایمیلونو د هک کېدو په خاطر یې له روسیې یادونه نه‌ده کړې.

دوی په داسې حال کې دا اعتراض کړی چې د امریکا جمهوري ریاست انتخاباتو ته یوه اوونۍ پاتې ده.

«اف. بي. ای» ویلي چې د هېلري کلېنټن د یوې سکرټرې هما عابدین د اېمېلونو په اړه چې کېدای شي د کلېنټن د اېمېلونو له پخوانۍ قضیې سره ارتباط ولري خپل تحقیقات پیل کړي دي.

د ډموکراټ ګوند مشرانو د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې پر رئیس جېمز کامي «James Comey» انتقاد کړی چې ولې یې روسیه د نورو ټولو حکومتي مشرانو په څېر په دې ملامته نه‌ده بللې چې د ډموکراټانو د اېمېلونو په "هکینګ" کې لاس لري.

د اف. بي. ای رئیس جېمز کامي

د «CNBC» ټلوېزیون د یوه راپور له مخې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو د امریکا فدرالي تحقیقاتو ادارې رئیس جېمز کامي «James Comey» د کورني امنیت او د استخباراتو د ادارو له هغې اعلامیې سره له یوځای کېدو ډډه وکړه چې په‌کې د ډیموکراټانو د اېمېلونو د "هک" او افشا کېدو خبره په روسیه پورې تړلې بلل شوې ده.

جېمز کامي وروسته له هغې د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو په کمپاینونو کې ښکېل وبلل شو چې د دغه هېواد کانګرېس ته‌یې په یوه لیک کې وویل «اف. بي. ای» په هغو اېمېلونو تحقیقات کوي چې تازه‌یې د هېلري کلېنټن د یوې سکرترې هما عابدین د جلا شوي مېړه انټوني وېنر له کمپیوټره ترلاسه کړي دي.

د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د ډموکراټ ګوند کاندیدې هېلري کلېنټن د دوشنبې په ورځ د اوهایو په کېنټ ښار کې وویل چې روسیه هڅه کوي څو ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه انتخاب شي.

کلېنټن: روسیه هڅه کوي ټرمپ د امریکا ولسمشر وټاکل شي.

نوموړې زیاته کړه:

"په داسې حال کې چې د امریکا جمهوري ریاست ټاکنو ته اته ورځې پاتې دي، موږ نه‌شو کولای چې تر دې زیات انتظار وباسو، ډونالډ ټرمپ باید ژر تر ژره له کرېملېن او د هغوی له نورو شریکانو سره خپلې ټولې اړیکې افشا کړي."

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا راپور ورکړی چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې «اف. بي. ای» د دوشنبې په ورځ د هېلري کلېنټن د یوې خاصې سکرترې هما عابدین د اېمېلونو څېړنه د یوه خاص کمپیوټري پروګرام په واسطه پیل کړې ده.

ویل شوي د دې ادارې څېړونکي هڅه کوي څو دا مشخصه کړي چې ایا په دغو اېمېلونو کې څه پټ معلومات هم شته که څنګه.

دا هم نه‌ده معلومه چې یاده اداره به د انتخاباتو تر ورځې دا څېړنه بشپړه کړي یا به ترې پاتې شي.

د هېلري کلېنټن د انتخاباتي کمپاین مسؤل روبي موک او د سنا جرګې د ډموکراټانو مشر هاري رییډ د فدرالي تحقیقاتو ادارې رئیس جېمز کامي د حساسو اطلاعاتو په برخه کې په دوه ګوني چلند تورن کړی دی.

وروسته له هغه چې جېمز کامي د نویو څېړنو اعلان وکړ د هېلري کلېنټن د ملاتړو کتارونه هم لږ څه کم شوي دي.

تازه د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ په اوهایو او فلوریدا ایالتونو کې چې ابتدايي بریاوې په وروستیو نتیجو خورا اغېز کوي تر هېلري کلېنټن مخکې شوی دی.