رادمنش: د امریکايي ځواکونو هوايي حملو د وسله‌والو خوځښتونه محدود کړي

افغان امنیتي او دفاعي چارواکي له وسله‌والو مخالفینو سره په جګړه کې د امریکايي ځواکونو رول اغېزناک او له لاسته راوړنو ډک بولي.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي چې امریکايي ځواکونه د افغان ځواکونو په تمویل، تجهیز او د جګړې په ډګر کې دوی ته د مشورې په برخه کې زیاته مرسته کوي.

دفاع وزارت وايي، د جګړې په ډګرونو کې پر وسله‌والو مخالفینو د امریکايي ځواکونو د هوايي حملو بیا پيل دوی وارخطا کړي او خوځښتونه‌یې ور محدود کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د جګړې په ډګرونو کې د افغان ځواکونو لاسته راوړنې د امریکايي ځواکونو د مرستو محصول دی.

رادمنش:یقیناً چي حملې یې ډېرې پياوړي، حساسې او په موقع وي.

نوموړي زیاته کړه:

"یقیناً چې حملې یې ډېرې پياوړي، حساسې او په موقع وي، موږ د دوی دغه همکاري له ترورېزم سره په مبارزه کې یو مثبت اقدام بولو، دوی توانېدلي چې په سیمه او له سیمې دباندې د ترورېستانو په ځپلو کې ګټورې هڅې وکړي."

که څه هم په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو محاربوي مأموریت په ۲۰۱۴ کال کې پای ته ورسېد، خو د ځینو په باور یو ځل بیا په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو پراخ فعالیت او د ځینو ولایتونو د سقوط وېره د دې لامل شوې چې امریکايي ځواکونه یو ځل بیا په افغانستان کې خپل مأموریت پيل کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما څه موده وړاندې د افغانستان د وضعیت له څېړنې وروسته تصمیم ونیوه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمېر کې کموالی رانه‌ولي.

بل‌خوا اوباما پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې له ترورېزم سره په مقابله کې امریکايي ځواکونو ته زیات صلاحیتونه او واکونه ورکړي.

امریکايي چارواکو ویلي دا مهال نېږدې ۸۴۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې مېشت دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د عمومي قوماندانۍ ویاند جنرال چارلس کلېفلنډ وايي چې روان کال د دغه مأموریت هوايي ځواکونه په افغانستان کې ډېر شوي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا په روان ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونو شاوخوا ۷۰۰ هوايي حملې کړي په داسې حال کې چې دغه حملې تېر کال ۵۰۰ ته رسېدې.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند وايي، په هر ولایت کې چې د وسله‌والو مخالفانو فعالیتونه زیاتېدل د غوڅ ملاتړ مأموریت له افغان ځواکونو سره په همغږي د دوی پر وړاندې اقدامات کړي.

د افغان امنیتي چارواکو په وینا له کندز ښار څخه د وسله‌والو په شړلو او همدارنګه د هلمند، فراه او ارزګان ولایتونو په دفاع کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونو د پام وړ رول درلود.

له بل لوري د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د امریکايي ځواکونو په سلا مشورو، تعلیم او تربیه افغان ځواکونه توانېدلي چې د دښمن پر وړاندې ګټوره او همغږې مبارزه وکړي.

ښاغلي صدیقي له افغان ځواکونو سره د امریکايي ځواکونو د زیاتې مرستې غوښتنه وکړه.

صدیقي: هیله‌من یو چې د امریکايي ځواکونو د مرستې دا لړۍ همداسې دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې له بل هر وخت زیات امنیتي ځواکونو د ترورېزم پر وړاندې مبارزه په غاړه لري باید زیاته مرسته وکړي چې په فوق‌العاده توګه ګټوره ده، هیله‌من یم چې د مرستو دا لړۍ همداسې دوام وکړي په خاصه توګه د ځانګړو او هوايي ځواکونو په برخه کې."

د وارسا په غونډه کې امریکا له افغان ځواکونو سره د ۳.۵ ملیارده ډالرو د مرستو اعلان وکړ.

څه موده وړاندې امریکايي ځواکونو د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت سره د ۴۹۲ عرادې زرهي وسایطو مرسته وکړه.

امریکا دغه شان له افغان هوايي ځواکونو سره د څو الوتکو او هلیکوپټرو مرسته هم وکړه او دا لړۍ همداسې دوام لري.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو ځل بیا فعالیت د نظام د پياوړتیا او له بلې‌خوا د وسله‌والو مخالفانو او بهرنیو هېوادونو د مداخلې د مخنیوی لامل شوی.

امرخېل: اوس‌مهال د امریکايي ځواکونو حضور ډېر ضرور دی.

د دغو کارپوهانو له ډلې عتیق‌الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل:

"اوس‌مهال کې د امریکايي ځواکونو شتوالی چې زموږ هوايي ځواک کمزوی دی زیات ضروري دی که چېرې امریکايي سرتېري په افغانستان کې موجود نه‌وي، باور وکړئ چې افغانستان به د یوې خونړۍ جګړې ډګر وګرځي."

د ښاغلي امرخېل په باور افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ټولې وړتیا سره بیا هم د نړیوالو په ځانګړې توګه د امریکايي ځواکونو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري د هغه په خبره دا مرستې باید دوام پيدا کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان