د لښکرګاه ښار پر شاوخوا جګړه ولې اوږده شوه؟

په هلمند کې د اُپراتیفي ګروپ مشر عبدالجبار قهرمان د هلمند د جګړې لاملونه بیانوي او وايي چې دلته جګړه ځکه اوږده شوه چې د عملیاتو د شدت په وجه خلکو ته ځاني او مالي زیان ورسېږي.

د لښکرګاه اوسېدونکي او ولایتي شورا وکیلان بیا د حکومت څخه د چټکو عملیاتو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو درېیو میاشتو راهیسې د لښکرګاه په دوهمې او درېیمې حوزو کې د وسله‌والو او افغان ځواکونو تر منځ جګړې روانې دي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي وړاندې کوي:

Your browser doesn’t support HTML5

د محمد الیاس داعي راپور