دفاع وزارت وسله‎وال طالبان د ځینو سیمو په نیولو کې ناکامه بولي

د افغانستان دفاع وزارت وسله‎وال طالبان د هغو سیمو په نیولو کې ناکامه بولي چې دغې ډلې یې د روان میلادي کال په ترڅ کې د نیولو هوډ کړی وو.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل:

"دښمنانو غوښتل د ۲۰۱۶ میلادي کال په ترڅ کې اته ولایته او ۶۰ ولسوالۍ ونیسي چې ویې نه‌نیولې."

کندز، بغلان، هلمند، ارزګان، فراه او فاریاب ولایتونه او یو شمېر نورې سیمې په وروستیو کې زیاتې ناامنې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پر بیارغونې د څار امریکایي ادارې سیګار ویلي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د اتو میاشتو په ترڅ کې ۵۵۲۳ افغان سرتېري له وسله‎والو سره په نښتو کې وژل شوي چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښیي.