سولې شورا: اسلام‎اباد دې د افغان سولې د خبرو خنډ نه‎ګرځي

د افغانستان سولې عالي شورا له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړي چې اسلام‎اباد ته اجازه ورنه‎کړي چې د خپلو ګټو لپاره د افغانستان د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پر افغان طالبانو د پاکستان وروستی فشار د سولې په بین‎الافغاني خبرو کې د دغه هېواد ښکاره لاسوهنه ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون

ښاغلی اوچقون زیاتوي:

"د پاکستان دا عمل چې ګویا ویلي یې دي چې د افغان حکومت او د طالبانو تر منځ د سولې په هر ډول خبرو کې باید د پاکستان نظر واخیستل شي، دا د افغانانو د سولې په بین‎الافغاني خبرو کې یوه ښکاره لاسوهنه ده چې په هېڅ صورت د منلو وړ نه‌ده."

د افغان طالبانو دوو غړو د نوم نه‌ښودلو په شرط اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې پاکستاني لوري له قطره ورغلي درې کسیز پلاوي ته ګواښ کړی که له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې د دوی مشوره وانه‎خلي، نو د طالبانو ټول لوی مشران او د هغوی کورنۍ به له پاکستانه وایستل شي.

خو د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ډول څرګندونې رد کړي دي.

بل‎خوا د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، پاکستان هڅه کوي چې په دې وروستیو کې له بېلابېلو لارو د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو خبرې سبوتاژ کړي.

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، پاکستان هڅه کوي چې افغان طالبان د یوې سټراتیژیکې الې په توګه د افغانستان په مسائلو کې کار وکړي.

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند

ښاغلی ځلاند وايي:

"په دې وروستیو کې افغان حکومت هڅه کړې چې نېغ په نېغه او یا هم د چین او امریکا په منځګړیتوب یوې افغاني سوله‌ییزې لارې ته زمینه برابره کړي، د پاکستان وروستی دریځ د همدغو بحثونو د سبوتاژولو لپاره کېږي، څو طالبان دې ته اړ کړي چې د پاکستان غوښتنې ومني او پاکستان له طالبانو د یوې ستراتیژیکې الې په توګه د افغانستان په مسائلو کې کار واخلي."

د افغانستان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د سولې د پټو مذاکرو په اړه رپوټونه د روان کال په سېپټمبر او اکټوبر میاشتو کې خپاره شول.

خو د دغو پټو مذاکرو په اړه نه افغان حکومت او نه‌هم وسله‎والو طالبانو رسمي نظر څرګند کړ.

بل‎خوا د ولسي جرګې ځیني غړي ټینګار کوي چې افغانستان کې د روانو ستونزو د حل یوازنۍ لارې بین‎الافغاني مذاکرات دي.

د دغې جرګې غړی سید اکرم له وسله‎والو طالبانو غواړي چې د پردیو له فشار او غوښتنو پرته له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته چمتو شي.

دی وايي:

"ټولو افغانانو ته په کار ده چې فکر وکړي د ځینو هېوادو له‎خوا دې استعمال نه‎شي رادې شي د سولې بین‎الافغاني خبرو ته دې غاړه کېږدي او د هېواد په رغولو کې دې ونډه واخلي."

څه باندې یوه میاشت وړاندې د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب‎اسلامي سره د بین‎الافغاني خبرو په پایله کې د سولې تړون لاسلیک شو.

د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب‎اسلامي سره د بین‎الافغاني خبرو په پایله کې د سولې تړون لاسلیک شو.

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، که د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو تر منځ له بهرنیو لاسوهنو پرته د سولې خبرو ته زمینه برابره شي افغانان دا وړتیا لري چې د سولې بهیر بریالی کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان