اوچقون: نړیواله ټولنه باید د پاکستان د مداخلو مخه ونیسي

د سولې عالي شورا، طالبانو ته د پاکستان دا ګواښ چې له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې باید له اسلام‎اباد سره مشوره وکړي، په یوې بین‌الافغاني بهیر کې د دغه هېواد لاسوهنه بولي.

د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون نن ازادي راډیو ته وویل، نړیواله ټولنه باید د پاکستان د دا ډول مداخلو مخه ونیسي.

دی وايي:

"له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو مو غوښتنه دا ده چې پرې نه‌ږدي اسلام‎اباد د خپلو ګټو د خوندیتوب په هدف د افغانستان د سولې خبرې قرباني کړي."

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د دوو طالب مشرانو په حواله چې نومونه‌یې نه‎دي ښودل شوي راپور ورکړی چې وایي، پاکستان طالبانو ته ګواښ کړی چې یا له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې اسلام‎اباد شریک کړي او یا له دغه هېواده ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې یو شمېر افغان چارواکو قطر کې له طالب استازو سره لیدلي دي چې په همدې تړاو بیا وروسته د طالبانو یو پلاوی اسلام‎اباد ته هم تللی و.