ننګرهار کې له غیر راجستر کډوالو سره د مرستې لړۍ پيل شوه

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي چې له پاکستانه راستنېدونکو غېرې راجستر شویو کډوالو سره هم د مرستې لړۍ پيل شوه.

د دې لړۍ د پرانیستې لپاره د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او د کډوالو چارو وزارت مرستیالانو تورخم ته سفر کړی و او هلته يې رسنیو ته وويل چې مرکزي اداره په دې هڅه کې ده چې راستنېدونکو کډوالو ته سهولتونه برابر کړي.

والي محمد ګلاب منګل وويل دغه سل ميلیونه افغانۍ چې منظوري شوي سر له نن څخه به هر غير ثبت شوي کډوال ته څه باندې درې زره افغانۍ ورکول کېږي:

ګلاب منګل

"د هغو راستنېدونکو هېوادوالو لپاره چې دوی اسناد نه لري او د ملګرو ملتونو مرسته کوونکې ادارې ورسره مرسته نه کوي هغوی لپاره ځانګړې بودجه چې سل میلیونه افغانۍ ده او هر کس ته به سر له نن څخه درې زره درې سووه پنځوس افغانۍ ورکول کېږي."

د کډوالو چارو مالي او اداري معين انجينر احمد ولي حکيمي وويل دوی په پام کې لري چې دغو کورنیو ته ښار ګوټي هم مشخص کړي تر څو د خلکو د سرپناه ستونزه هم ورسره هواره شي:

"تقریباً دېرش زره نمرې موږ په پلان کې نيولي دي په کابل او ننګرهار کې کډوالو ته ووېشل شي او هغه کسان چې راستنېږي د هغې له جملې نه اویا سلنه د مشرقي سیمې خلک دي."

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې اوس هره ورځ په نورمال ډول شاوخوا شپږ سوه کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي چې د تېرو درېیو میاشتو په موده کې څه باندې پنځوس زره کورنۍ د تورخم له لارې راستنې شوي دي.

راپور: شاه محمود شینواری