یونېسف: نړۍ کې ۳۰۰ میلیونه ماشومان ککړه او زهرجنه هوا تنفس کوي

ملګري ملتونه وايي، د نړۍ له هرو ۷ ماشومانو څخه یو يې په داسې سیمه کې ژوند کوي چې هوا يې له حده زیاته ککړه او زهرجنه ده.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یونېسف په خپل یوه راپور کې ویلي اکثره دا اسیب‌پذیره ماشومان د جنوبي اسیا هېوادونو دي.

یاده اداره وايي، په نړۍ کې شاوخوا درې سوه میلیونه ماشومان د ککړې او زهرجنې هوا له امله له روغتیايي خطر سره مخامخ دي.

د «ناسا» یا د امریکا د فضايي ادارې تصویرونه ښيي چې شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ماشومان د جنوبي اسیا په هغو هېوادونو کې دي چې هوا يې زیاته ککړه ده.

د یونېسف اجرائيوي مشر «انتوني لک» ویلي ککړه هوا د نړۍ په سطحه هر کال له پنځه کلونو څخه د کم عمره شاوخوا ۶ لکه ماشومانو د مړینې یو له اصلي علتونو څخه ده.

د نوموړي په وینا ککړه هوا په سکاروي ناروغي یا «نمونیا» د ماشومانو د اخته کېدو یو اصلي لامل دی.

د یونېسف د چاپېریال او اقتصادي چارو کارپوه نیوکلاس ریس چې روېټرز اژانس ته‌يې په دې اړه راپور برابر کړی ویلي چې د ککړې هوا زیاتره قربانیان بې‌وزله ماشومان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا «ډبیلو، اېچ، او» وايي، د چاپېریال ککړوالي او غیر صحي هوا یوازې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې درې عشاریه ۷ میلیونه کسان وژلي چې له دې ډلې څخه یو لک او ۲۷ زره‌يې ماشومان دي.

د کارخانو، د انرژۍ د بټیو او موټرانو چې د سکرو په شمول له فوسیلي موادو نه ګټه اخلي، دودونه د هوا د ککړوالي لوی علت دی.

یونېسف د نړۍ پر شاوخوا ۲ سوه حکومتونو چې په پام کې ده راتلونکې میاشت د اقلیم د تودوخې په اړه د بحث لپاره په مراکش کې غونډه وکړي، غږ کړی چې د فوسیلي سونګ موادو له کارولو لاس واخلي او په دې توګه هم د روغتیا له ښېګڼې او هم د اقلیمي بدلون د سرعت له کمېدو سره مرسته وکړي.

په انګرېزي ژبه د یونېسف د راپور لوستلو لپاره دغه لېنک کېکاږئ: