پسرلی: د حکومت او خصوصي سکټور یوه مقرره په قانون بدله شوه

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د حکومت او خصوصي سکټور تر منځ د عامه مشارکت مقرره په قانون بدله شوه.

د دغې خونې د رسنیو د برخې مسؤل صیام‌الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې له دې وروسته به د دغه قانون له مخې حکومت او خصوصي سکټور پر ځینو پروژو په ګډه کار کوي.

ښاغلی پسرلی وایي، د دغه قانون له مخې به حکومت خصوصي سکټور ته پروژې طرح او پلان‌یې ورکړي او خصوصي سکټور به‌یې عملي کړي.

د ښاغلي پسرلي په وینا دغه پروژې به د حکومت له‎خوا ارزول کېږي.