مرتضوي: ولسمشر په ټولو برخو کې مشورې کوي

جمهوري ریاست د ارګ له خوا د قدرت د انحصار تورونه ردوي او وایي چې ولسمشر په ټولو چارو کې مشورې کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن په یوه غونډه کې همدا راز وویل چې په مهمو ناستو کې د یو شمېر مشرانو ځای د اوږد مهال لپاره خالي وي:

"په ټولو شوراګانو هر موضوع چې مطرح کېږي ټولو ته د بحث او د نظر فرصت ورکول کېږي او ولسمشر یوازې موضوعات جمع بندي کوي نو بنا دا د تصمیم نیولو د انحصار اداعاو وې له اساسه سمې نه دي."

نوموړی زیاتوي چې اساسي قانون د ټولو حکومتي مشرانو واکونه مشخص کړي او هیله یې څرکنده کړه چې دغه مشران د مسؤلیت منونکو شریکانو په توګه خپل کارونه تر سره کړي.

تر ټولو وروستي مورد کې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پر ولسمشر انتقاد وکړ چې د لومړي مرستیال واکونه یې انحصار کړي.

تر دې مخکې اجرائیه رئیس هم ویلي وو چې ولسمشر په مهمو مسایلو کې ورسره مشوره نه کوي.