رشید: د کمېشنرانو په اړه لیست به ډېر ژر ارګ ته وسپارل شي

دانتخاباتي کمېسیونونو د غوراوي کمېټه به د راتلونکې اوونۍ په پیل کې د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د نویو کمېشنرانو لیست ارګ ته واستوي.

د غوراوي د کمېټې غړي یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لپاره د۶۳ او د شکایتو د کمېسیون لپاره ۴۵ کسانو د مصاحبو لړۍ به په همدې اوونۍ کې بشپړه شي.

د نوموړي په خبره له مصاحبو وروسته به ۲۱ تنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او ۱۵ تنه به د شکایتو د کمېسیون لپاره ولسمشر ته معرفي شي:

"که موږ وتوانیږي چې د همدې اوونۍ په پای کې وروستی لیست ترتیب کړو دا به ښه وي خو د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به لیست انشاالله وروستي کړو او جمهوري ریاست ته به یې تقدیم کړو."

ښاغلی رشید وايي چې تر دې دمه یې په کارونو کې چاه مداخله نه ده کړې.