جرمني څارنوالانو یو سوري وګړی په ترورېستي څار تورن کړی

جرمني څارنوالانو یو سوري وګړی د ترورېستي اهدافو په ټاکنه او څار تورن کړی دی.

پر دې نولس کلن ځوان چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی تور دی چې د اسلامي دولت ډلې د حملو لپاره‌یې اهداف په نښه کول.

د برلین پولیس وايي، یاد شوی کس چې په مارچ میاشت کې نیول شوی د یوې ترورېستي ډلې په غړیتوب او د وسلې د لرلو له قانونه په سرغړاوي تورن شوی دی.

جرمني څارنوالان وايي، تورن په ۲۰۱۳ کال کې له داعش ډلې سره یوځای شوی او په سوریه کې یې هم په جګړو کې برخه اخیستې ده.

د چارواکو په وینا تورن په ۲۰۱۵ کال کې ظاهراً د یوه سوري کډوال په توګه جرمني ته رسېدلی دی.

دوی همداراز وايي چې دې کس له خپلې خوا د ترورېستي حملو پلان هم درلود.