د ژمي په رانېږدې کېدو سره، د سونګ توکو بیې لوړې شوي

په افغانستان کې د ژمي په رانېږدې کېدو سره، بازارونو کې د سونګ توکو بیې لوړې شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د نفتي موادو ادارې رئیس تمیم ولید له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په ترکمنستان کې د ګازو کمښت د دې لامل شوی چې د افغانستان په بازارونو کې د سونګ توکو بیې لوړې شي.

ښاغلی ولید که څه هم د دوی له‎خوا د ګازو اوسني قیمتونه د منلو وړ نه‌بولي خو وايي چې د قیمتونو د کنټرول لپاره پوره تدابیر لري او هڅه کوي چې په لنډ مهال کې د نفتي موادو په ځانګړي ډول د ګازو بیې عادي حالت راټیتې کړي.

دی وايي:

"افغان بازارونو کې د نفتي توکو د بیو د لوړېدو اصلي عامل په ترکمنستان کې د نفتي موادو په ځانګړي ډول د ګازو کمښت دی، دا چې قیمتونه لوړ شوي موږ هم ترې راضي نه‌یو خو خپلې برنامې لرو څو په بازارونو کې ونډه ولرو، موږ کافي ګاز لرو او چمتو یو چې قیمتونه کنټرول کړو."

اوس‎مهال د کابل په بازارونو کې هر یو کېلو ګاز ۷۰ تر ۷۵ افغانیو پورې پلورل کېږي په داسې حال کې چې له دې مخکې هر یو کېلو ګاز ۴۰ تر ۵۰ افغانیو پورې پلورل کېده.