پوهنې وزارت: له زرو زیات ښوونځي په ټول هېواد کې تړل شوي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې له زرو زیات ښوونځي په ټول هېواد کې تړل شوي دي.

د دغه وزارت تدریسي مرستیال ابراهیم شینواري نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ښوونځي تر ډېره د بادغیس، فراه ، نیمروز، زابل، هلمند، ارزګان، پکتیا، کندهار او او کندز په ولایتونو کې تړل شوي دي.

له دې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې د ناامنیو له کبله په ټول افغانستان کې ۷۰۰ ښوونځي بند دي.