له "م.م" څخه د حکمتیار په اړه د افغان حکومت غوښتنه

افغان حکومت به راتلونکې اوونۍ رسماً د یوه لیک په استولو له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړي چې د ګلبدین حکمتیار نوم له تور لېسته وباسي.

د حکومت او حزب‎اسلامي تر منځ د سولې د موافقت‌نامې د پلي کېدو کمېټې مشر محمد اکرم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې کمېټې کار پیل کړی او ملګرو ملتونو ته د استول کېدونکي لیک د ترتیب چارې هم روانې دي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د افغان حکومت او حزب‎اسلامي تر منځ د سولې هوکړه د ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار له لوري لاسلیک شوه.