چارواکي: هلمند کې ۱۳مخالفین او ننګرهار کې ۳۳ داعشیان وژل شوي

په هلمند کې د ۲۱۵م میوند قول اردو مسؤلین وايي چې ګرشک ولسوالۍ کې یې ۱۳وسله‎وال مخالفین وژلي دي.

له دغې قول اردو څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله‎والو پرون شپه د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل خو د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۳ تنه مخالفین ووژل شول.

په یوه بل خبر کې راغلي چې ارزګان ولایت کې ۳۱ وسله‎والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ارزګان کې د څلورمې پلې لوا د عامه اړیکو مسؤل ازادي راډیو ته وویل چې یاد وسله‎وال د افغان ځواکونو د توپچي بریدونو او ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې وژل شوي دي.

وسله‎والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

په ورته وخت کې د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې پچیراګام ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۳۳ داعشیان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې چې اوس هم په دغې سیمه کې روان دي د داعشیانو ځيني پټنځایونه او څه اندازه وسلې هم له‎منځه وړل شوي دي.