زاخېلوال: شربت ګُله به ژر پاکستان کې له توقیفه خوشې شي

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر ډاډ څرګندوي چې شربت ګُله به ډېر ژر په پاکستان کې له توقیفه خوشې شي.

شربت ګُله هغه افغانه ده چې په نېشنل جیوګرافیک مجله کې یې د عکس له خپرېدو سره نړیوال شهرت وموند.

حضرت عمر زاخېلوال په خپل فېس‌بوک کې لیکلي دي چې د شربت ګلې د نیولو ځای معلوم شوی دی او هغه به ډېر ژر خوشې شي.

په نولس سوه اتیایمو میلادي کلونو کې نېشنل جیوګرافیک مجلې د شربت ګُلې یو عکس خپور کړ، په دې عکس کې د شربت ګُلې څېره او په ځانګړي توګه سترګې په نړۍ کې مشهوره شوې.

اسلام‎اباد کې د افغانستان سفیر

دا له نېږدې څلور لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسي او پرون په پېښور کې د جعلي اسنادو د لرلو په تور ونیول شوه.

په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفیر له ولسمشر اشرف غني هیله کړې ده چې افغانستان ته د شربت ګُلې او د هغې د کورنۍ د ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.