ولسي جرګه: د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافات د هېواد په زیان دی

د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، د افغان حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات او پر یو بل انتقادونه د ملت او امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې کوي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري چې د نن ورځې د جرګې مشري یې کوله وویل چې د حکومت مشران باید خپل دغه اختلافات په تفاهم حل کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د حکومت له مشرانو په جدي ډول غواړو چې خپل دغه اختلافات په یوه تفاهم سره حل کړي، دغه اختلافات علني نه‌کړي، هر څومره چې دغو مسایلو ته لمن وهل کېږي، د خلکو تر منځ اندېښنې نورې هم زیاتېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د جمهور رئیس لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په خپلو وروستیو څرګندونو کې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په قوم پالنې تورن کړل او ادعا یې وکړه چې ولسشمر غني پر ده باور نه‌لري.