ننګرهار کې د پچیراګام له بې‌ځایه شویو سره مرستې وشوې

د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې پر بې‌ځایه شویو کورنیو مرستې ووېشل شوې.

د دغه ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې پر يو زرو شل هغو بې‌ځايه شویو کورنیو مرستې ووېشل شوې چې د داعش وسله‌والو د برید له امله نورو سیمو ته کډه شوې وې.

نوموړي وویل، ټوله مرسته د پنځلس ميليونه افغانيو په ارزښت وه چې د نغدي پیسو تر څنګ خوراکي او غیر خوراکي مواد هم په‌کې شامل وو.

دغه کورنۍ تېره اوونۍ هغه مهال نورو سیمو ته کډه شوې چې د داعش وسله‌والو د پچیراګام ولسوالۍ د پاس پچیر په سېمه کې پر پاڅون کوونکو برید وکړ او د خلکو لسګونه کورونه‌یې وسوځول.