بارکزی: طالبانو ارزګان کې د ملي اردو یوه قرارګاه نیولې

په ولسي جرګه کې د ارزګان خلکو استازي وايي، په یاد ولایت کې د ملي اردو یوه قرارګاه د وسله‌والو طالبانو لاسته لوېدلې او پر مهال‌یې ۱۵ د ملي اردو سرتېري هم طالبانو ته تسلیم شوي دي.

عبیدالله بارکزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې یاده پېښه تېره شپه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند درافشان سیمه کې تر یوې نښتې وروسته رامنځته شوې.

وسله‌والو طالبانو هم د یادې قرارګاه او یو شمېر ملي اردو سرتېرو د نیولو ادعا کړې ده.

په دې اړه تر دا مهاله د ارزګان امنیتي او سیمه‌ییزو چارواکو څه نه‌دي ویلي.