پاکستان ولې د کوټه پېښه کې افغانستان ښکېل وباله؟

د افغانستان د سولې او شخړې انسټیټوټ وايي، پاکستان تر دې مخکې چې تحقیقات وکړي د هرې حملې پړه په افغانستان اچوي.

د دغه انسټیټوټ یوه څېړونکي حکمت الله اعظیمي ازادي راډیو ته وویل په کوټه کې وروستی برېد د یوې داسې ډلې له خوا شوی چې په پاکستان کې تمویلېږي او رسمي مسؤلیت یې داعش په غاړه اخیستی.

په کوټه کې د پولیسو په یوه روزنیز مرکز د دوشنبې په شپه برېد وشو چې پکې څه باندې ۶۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۲۰ نور ټپيان شول.

له ښاغلي اعظمي سره د زادي راډيو خبریال صفی الله ستانکزي مرکه کړې او په سرکې تر پوښتلي چې ولې باید دومره ژر افغانستان په دې حمله کې ښکیل وبلل شي:

Your browser doesn’t support HTML5

له حکمت عظیمي سره مرکه