مشرانو جرګې بیا د حکومتي مشرانو پر اختلافاتو اندیښنه وښوده

د افغانستان مشرانو جرګې یو وار بیا د حکومتي مشرانو پر خپل منځي اختلافاتو سخته اندیښنه څرګنده کړه.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي چې نن یې د جرګې مشري کوله وویل، د مشرانو اختلافات او پر یو بل انتقادونه د ملت او امنیتي ځواکونو روحیه ضعیفه کوي.

نوموړي وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د موجوده نظام بدیل نشته او باید ورڅخه ملاتړ وشي.

په تر ټولو تازه مورد کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر ولسمشر او اجرائیه رئیس انتقاد وکړ چې د کورنیو او دفاع وزارتونو په چارو کې مداخله کوي او په خبره یې د دغو مشرانو ناسمو سیاستونو ناامنۍ زیاتي کړي.