د کوټې حملې مسؤلیت داعش او پاکستاني طالبانو دواړو واخیست

په کوټه کې د پوليسو پر روزنيز مرکز په بېګانۍ حمله کې د وژل شويو کسانو شمېر يوشپېته تنو ته رسېدلى دى او ټپيان شاوخوا يو سل او شل تنه دي، چې لا هم په‌کې د ځينو حالت مرګونى بلل کېږي.

په کوټه کې د بلوچستان ايالت د پوليسو پر يوازني روزنيز مرکز د تېرې شپې په وسله‌وال بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ٦١ تنو ته ورسېد چې د اکثرو د جنازې لمونځ د کوټې د پوليسو په لوى مرکز کې وشو او په پېښه کې شاوخوا ١٢٠ تنه ټپيان لا هم د کوټې په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي چې له هغوى څخه هم د شاوخوا پنځلسو تنو حالت مرګونى بلل کېږي.

په وژل شويو کسانو کې زيات شمېر يې ايران ته نېږدې د بلوچستان د پنجګور او تربت سيمو دي او د دې تر څنګ د ايالت د پښتون مېشتو سيمو لورالاى، کلاسيف ‌الله، هرنايي، کلاعبدالله، پښين او چمن سيمې پوليس ځوانان هم په‌کې شامل دي.

د دې تر څنګ په پېښه کې د پاکستاني پوځ يو کېپټن يا تورن روح‌الله جان هم په پېښه کې وژل شوى چې د خېبر پښتونخوا د چارسدې اوسېدونکى دى.

په دې حمله کې د پاکستاني پوځ يو کېپټن يا تورن روح الله جان هم وژل شوى

په پېښه کې د ډېره بګټي سيمې يو ټپي شوى پوليس عبدالله بګټى وايي چې څنګه وسله‌وال د دوى روزنيز مرکز ته ورننوتل:

"موږ ناست وو ټوکې مو کولې، چا نېټ کاراوه چا له خپلو کورنيو سره په ټیليفون خبرې کولې، موږ چې د ډزو غږونه واورېدل بيا پټه خوله شو، وسله‌والو موږ يرغمل کړو چې راننوتل هر يو يې پر سر په ډزو ويشتل، زه چې په کومه خونه کې وم ځان‌وژونکى هملته راننووت، کله چې امنيتي سرتېري راغلل نو هغه ځان وچاود، څلور تنه وو، ازبکي ژبه‌يې ويله."

د پاکستان د استخباراتو مشر رضوان اختر.

د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف او د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر ډګر جنرال رضوان اختر نن سې شنبه کوټې ته تللي، لومړى یې په سرياب سيمه کې د پوليسو روزنيز مرکز ته تللي او د پېښې ځاى يې کتلی، وروسته‌يې په پېښه کې د وژل شويو پوليسو په جنازه کې ګډون کړی.

صدراعظم نواز شريف هم کوټې ته تللی او ټاکل شوې ده چې د پېښې په تړاو به يوه بېړنۍ غونډه وکړي او د پوليسو پر روزنيز مرکز د پېښې محرکات او د ترهګرۍ د مخنيوي لارې چارې به په‌کې وسنجوي.

د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير چوهدري نثار علي خان نن په اسلام‌اباد کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې ترهګر لا ختم نه‌دي او بايد ورته ويښ واوسو.

نثار علي خان

​ښاغلي علي خان وویل:

"دښمن کمزورى شوى دى، خو ختم لا نه‌دى، له کراچۍ تر خېبره د ټولو ايالتونو پوليسو د سر قربانۍ ورکړې دي، خو ستاسې دا مسؤليت هم دى چې بايد د «تيارسی» په حالت کې واوسئ، دا هره ورځ د جنازو او مړو په پورته کولو سره خلک ناهيله شوي دي، زموږ ستونزه دا ده چې يوه پېښه وشي، نو يوه اوونۍ، لس يا شل ورځې ويښ او بيدار يو، بيا عادي حالت ته راوګرځو."

د پوليسو پر روزنيز مرکز د بريد مسؤليت دوه جلا-جلا ډلو پر غاړه اخيستى دى، داعش وسله‌والې ډلې خپل د «اعماق» په نوم خبري اژانس خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دا بريد د دوى وسله‌والو کړى دى.

د دې حملې مسؤلیت داعش منلی

د دې تر څنګ د پاکستان وسله‌والو طالبانو د کراچۍ څانګې هم رسنيو ته په لېږلي برېښناليک کې ادعا کړې چې بېګانى بريد دوى کړى دى، خو تر دې مخکې د بلوچستان د ملېشه ځواکونو مشر تورن جنرال شېرافګن تېره شپه له رسنيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې وايي د لښکر جنګوي «العالمي» ډلې کړى او هغوى ته د بريد په اړه لارښوونه له افغانستانه کېدله.

د پاکستاني طالبانو کراچۍ څانګې هم د دې حملې ادعا کړې ده.

د بلوچستان اعلى وزير د پېښې په تړاو په ټول ايالت کې درې ورځنى ماتم اعلان کړى دى.

ټاکل شوې وه چې د عوامي نېشنل ګوند له‌خوا سبا د اکټوبر پر شپږويشتمه په کوټه کې د ګوادر-کاشغر اقتصادي لارې په اړه يوه لويه ولسي غونډه وشي چې د دې ګوند مشر اسفنديار ولي خان هم په‌کې ګډون کاوه، خو د پوليسو پر روزنيز مرکز د بريد له امله‌يې دا غونډه ځنډولې او د خپل ګوند له‌خوا يې درې ورځنى ماتم اعلان کړى دى.

راپور: بارکوال مياخېل