اجرائیه ریاست: د کډوالو ستنېدو بهیر ته باید سم اقدام وشي

اجرائیه ریاست وایي، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر ته باید له حالاتو سره سم اقدام وشي.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق نن د کډوالۍ په اړه یوه غونډه کې وویل چې لومړی باید شرایط ډاډمن شي تر څو کډوالو ته د داوطلبانه ستنېدو زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړه:

"یو تود بحث چې کډوال باید بېرته راستانه کړای شي، له دغې پدیدې سره باید واقع بینانه چلند وشي چې ایا دا ایجابوي څو دا ډول یو بهیر موږ ګړندی کړو."

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په وروستیو کې یوازې له پاکستانه افغانستان ته څلورنیم لکه افغانان راغلي.

په ورته وخت کې له اروپایي ټولنې سره د افغان حکومت له توافق سره سم اټکل کېږي چې اروپا ته د شاوخوا دوه نیم لکه مهاجر شویو افغانانو له ډلې څلوېښت سلنه بېرته افغانستان ته راوګرځول شي.