هېلري کلېنټن پر ډونالډ ټرمپ سخته لفظي حمله کړې

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د ډموکراټ ګوند کاندیدې هېلري کلېنټن پر خپل جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ له دې کبله سخته لفظي حمله کړې چې هغه ویلي د عراق په موصل ښار کې روان پوځي عملیات ښه پر مخ نه‌ځي.

عراقي ځواکونه او کُرد جنګیاليو د امریکا د پوځ په ملاتړ له داعش ډلې څخه د موصل ښار د بیرته نیولو په مقصد د اکتوبر په شپاړسمه نېټه پراخ عملیات پیل کړل.

د راپورونو له مخې په دې عملیاتو کې د داعش له ولکې څخه اتیا کلي او ښارګوټي آزاد شوي دي، خو موصل ښار ته تر اوسه نه‌دي رسېدلي.

پوځي قوماندانان وايي، د دې کار لپاره ښايي څو اوونۍ یا ان میاشتې وخت په کار وي.

ډونالډ ټرمپ د روانې اوونۍ په سر کې پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې موصل په یوه ناورین د بدلېدو په حال کې دی.

د ده د څرګندونو په ځواب کې هېلري کلېنټن پرون وویل ټرمپ د جګړې له پیل مخکې زموږ ماته اعلان کړې ده.

مېرمن کلېنټن وویل، دا وینا نړیوالو ته ثابتوي چې په جګړه کې د یو بې‌کفایته درستیزوال د لرلو معنی څه ده خو ټرمپ په غبرګون کې پرون یو ځل بیا خپلو انتقادونه تکرار کړل.