د ښځو د ځورونې مخنیوي لپاره یو «اپلېکېشن» رامنځته شو

د افغانسان د یو شمېر ښارونو په واټونو کې د ښځو د ځورونې د مخنیوي او په دې هکله پولیسو ته د اطلاع ورکولو په مقصد، د امریکا د نړیوالې پراختیایې ادارې په مرسته، یو «اپلیکیشن» ډیزاین او ګټې اخیستنې ته اماده شو.

دا اپلیکیشن د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له خوا جوړشوی او کاروونکو یې کولی شي چې د ځورونې له ځای څخه د پېښې تصویرونه، ویډیوګانې او پیغامونه، ثبت او نورو ته یې واستوي.

د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې استازي «بریس سپیک» چې په دې اړه یې نن په کابل کې رسنیو ته خبرې کولې وویل چې دا اپلیکیشن به له افغان مېرمنو او نجونو سره مرسته وکړي چې د ځورېدو پرمهال، د پېښې غږ او د ستونزې څرنګوالی، مسؤلینو ته ورسوي.

دا اپلیکشن به له مېرمنو سره ډېره مرسته وکړي.

​نوموړي زیاته کړه:

"د دې وسیلې اهمیت په دې کې دی چې په واټونو کې د ښځو او نجونو د ځورولو مخه ونیول شي او له دې لارې له خپلې کورنۍ او د ښځو له ټولنې سره په اړیکه کې شي."

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر ښځو او نجونو ته په واټونو کې د یو شمېر نارینه و لخوا به دې ردې ویل کېږي او سپکېږي.

ځیني ښځي وايي، تر ډېره ځایه نه شي کولی چې د یو عادي کار لپاره هم له کوره ووځي ځکه چې ځورول کېږي.

مدني فعالان وايي، د دې ستونزې لاملونه، په ټولنه کې ناوړه دودونه، بېوزلي او د خلکو ناپوهي ده.

د ښځو د حقونو فعالان وايي، په واټونو کې د ښځو اونجونو ځورول په یوې لوېې ستونزې اوښتي او دولت ته پکار ده چې پر وړاندې یې جدي چلند وکړي.

د دې اپلیکیشن د معرفي کولو په مراسمو کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل وویل، د ښځو او نجونو د ستونزو د حل لپاره دغه اپلکیشن اړین دي.

نسرین اوریاخېل

نوموړې زیاته کړه:

"دا سیستم چې نن ایجاد شو، په سمارټ فون کې یو اپلیکیشن دی، دا به ښځو ته ښه زمینه برابره کړي چې له ځانه پروخت دفاع وکړي او هغوی چې له دوی څخه دفاع کوي، باخبره به شي."

ځینو نجونو دا اقدام وستایه او ویې ویل، دا سیستم به له دوی سره مرسته وکړي چې خپلې رسمي دندې په ډاډه زړه ترسره کړي:

"دا پروګرام چې نن وړاندې شو، د ساتندویه اپلیکیشن په نوم، دا به له هغو ښځو او نجونو سره چې له کوره بهر کار کوي، زیاته مرسته وکړي.

" دا پروژه د دې لپاره ده چې د ښځو او نجونو د ځورونې مخه ونیسي او یا یې کمه کړي."

د ښځو د حقونو فعالانې دا هم وايي، هغه کسان چې په واټونو کې ښځې او نجونې ځوروي باید ددولت له خوا ورته جزا وټاکل شي.

راپور: خان محمد سیند