کشمیر کې د هندي او پاکستاني سرتېرو نښتو کې ۳تنه وژل شوي

په کشمیر کې د هندي او پاکستاني پوځیانو په نښتو کې دوه پاکستاني ملکيان او یو هندی سرتېری وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ نن وویل، په جنګلوره کلي کې د تېرې شپې په نښتو کې دوه ملکي وګړي چې یو، یو کلن ماشوم هم په‌کې و، وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي او د هند پوځ ویلي چې د سرحدي ګارډ یو سرتېری په دې نښتو کې وژل شوی او یو بل ټپي دی.

دواړو خواوو پر یوبل د سپکو او درنو وسلو د ډزو د پیل تور لګولی دی.

د هند او پاکستان تر منځ اړیکي وروسته له هغه ترینګلې شوې چې نوې ډېلي په پاکستان کې پر دېره افراطي ډلو د سپتمبر میاشتې په لومړیو کې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د هندي پوځ پر یوې اډې د برید تور ولګاوه.

په دې برید کې اتلس هندي پوځیان ووژل شول.