کندز چارواکي: لا هم کندز ښار ته د طالبانو د بیا راتګ وېره شته

د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي، امنیتي ځواکونو په ښار کې تهاجمي علمیات درولې او په دفاعي حالت کې دي.

د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي چې افغان ځواکونو د دغه ښار د یو شمېر سیمو له تصفیې وروسته خپل عملیات درولي دي.

د ولایتي شورا یو شمېر غړي ادعا کوي چې لا هم طالبان د کندز ښار په څنډو کې فعالیت کوي.

د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوس هم کندز ښار ته د طالبانو د بیا راتګ وېره شته.

د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني

ښاغلي رباني زیاته کړه:

"امنیتي ځواکونو بیا جنګ پیل کړی و خو اوس جنګ درېدلی، نه‌پوهېږم چې امنیتي ځواکونه بېرته هغه سیمې چې یې له لاسه وتلي ولې نه‌نیسي او جدي اقدام نه‎کوي څو د کندز ښار اوسېدونکي د درېیم ځل لپاره د کندز د سقوط له وېرې څخه په امان کې وي. "

طالبانو څو اوونۍ وړاندې د دوهم ځل لپاره د کندز ښار ځینې سیمې ونیولې خو وروسته د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې بېرته طالبان له ښاره په شا شول.

د کندز د ولایتي شورا بل غړي امرالدین ولي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې کندز ښار ته د طالبانو د بیا راتګ د مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات نه‎دي نیول شوي.

د کندز د ولایتي شوار غړی امرالدین ولي

ښاغلي ولي زیاته کړه:

"کندز ښار کې وضعیت د خلکو د قناعت وړ نه‎دی، امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او د دغه ښار د امنیت لپاره‌یې یو ښه دفاعي کمربند هم نه‎دی جوړ کړی، وېره او ناوړه وضعیت هم په ښار کې خپور دی."

خو د کندز سیمه‌ییز چارواکي بیا د وکیلانو ادعاوې ناسمې بولي.

د کندز د پامیر شلمې فرقې قوماندان محمد اکرم سامع ازادي راډیو ته وویل چې کندز کې لا هم د افغان ځواکونو عملیات دوام لري خو نوموړی د ښار په درې کېلو مټرۍ کې د طالبانو موجودیت نه‌ردوي.

د کندز د پامیر شلمې فرقې قوماندان محمد اکرم سامع

ښاغلی سامع زیاته کړه:

"کندز ښار کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی، زموږ عملیات چې د «تندر ۱۹» په نامه د ښار د پلټنې، تصفیې او د کمربندونو د کنټرول په هدف پیل شوي وه پای ته رسېدلي دي دښمن په دغو نقطو کې قوي ضربې وخوړلې چې تر ۲۰۰ ډېر کسان‌یې د همدغو عملیاتو په نتیجه کې وژل شوي هم دي."

کندز کې د وروستیو جګړو له کبله د ګڼو کورنیو د بې‌ځایه کېدو تر څنګ ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

لاهم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه هغه کورنۍ چې د کندز د جګړو له کبله بې‌ځایه شوې وې کندز ته د جګړې او وضعیت د خرابېدو له وېرې بېرته خپلو کورونو ته نه‎دي ورغلي.

راپور: محمد حدیث پردېس