چارواکي وایي، ارزګان ته ۳۰۰ تازه دمي سرتېري رسېدلي

امنیتي چارواکي وایي، ارزګان ته ۳۰۰ تازه دمي سرتېري رسېدلي چې د وسله‌والو طالبانو په وړاندې په عملیاتو کې به برخه اخلي.

د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داودشاه وفادار چې ارزګان ولایت ته تللی نن‌یې ازادي راډیو ته وویل چې د ملي اردو دغه سرتېري په ارزګان ولایت کې د څلورمې پلې لوا قوماندانۍ ته ورکړل شوي دي.

نوموړي وویل چې د ملي اردو دغه سرتېري په کندهار ولایت کې تازه له زده‌کړو فارغ شوي دي.

ښاغلي وفادار همدارنګه ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې شپې په عملیاتو کې چې د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې ترسره شول نهه وسله‌وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.