پکتيا کې ۳۶ نجونې د قابله‌ګۍ له ۲ کلنو زده‌کړو فارغې شوې

د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې ۳۶ تنه نجونې د قابله‌ګۍ له دوه کلنو زده‌کړو څخه فارغې شوې.

د پکتيا ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې دغه فارغې شوې نجونې به تر دې فارغېدو وروسته د خپلې ژمنې سره سم په خپلو سيمو کې فعاليتونه کوي.

د پکتيا د روغتيا سرپرست رئيس ډاکټر شېر محمد نقشبندي وويل چې دغه نجونې به د پکتيا په لیرو پرتو سيمو کې چې دوی ضرورت لري په دندو ګمارل کېږي.

د دغو نجونو د فراغت په اړه په جوړه شوې غونډه کې خلکو خوښي وښودله او ويې‌ويل چې د دې نجونو په فراغت سره به تر يو حده د پکتيا په لیرو پرتو سيمو کې د مور او ماشوم د مړينې کچه راټيټه شي.